د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې رییسې ډاکټر حنان حسن بلخي او د یونیسف ادارې د استازو په شتون کې د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون کې خوارځواکو ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه لیدنه کړې. په دې لیدنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په محوه کولو کې د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف ادارې په همکاریو ټینګار کړی. دغه راز دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو د خوارځواکو ماشومانو د درملنې او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.