په هېواد کې وروستیو سېلابونو شاوخو ۱۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده. د ریلیف وېب بنسټ د یوه راپور لمخې تېره اپریل میاشت په وروستیو ۴۰ کلونو د دریېو هغو اپریل میاشتو په منځ کې راغلې چې ډېر ورښتونه پکې شوي او د دغو ورښتونو له امله راوتلو سیلابونو ۱۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې ته زیان اړولی دی. د راپور پر بنسټ دغه ویجاړې شوې کرنیزې ځمکې په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې دي.