د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه لېسه جوړېږي. د غزني د پوهنې رییس میرنصیر احمد حسیني وايي، چې د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د داوود زیرک لېسې لپاره پر ۴ جریبه ځمکه د یوې ۳ پوړېزې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې دي. د نوموړي په وینا یاد ښوونځی به ۲۰ درسي خونې، مجهز لابراتوار، کتابخونه، احاطوي دېوال، پخلنځی، د ساتونکو خونه، اداري خونې، د لوبو ميدان، او ورته نورې اسانتیاوې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم ورته پروژه کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جاغوریو ولسوالۍ کې حیدر لېسې ته د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې وې.