د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې ناحیې د ۲۸م او ۳۱م ګذر اړوند په قلعه بهادرخان، قلعه مسلم او جبارخان سیمو کې د کوڅو او لښتي جوړولو د ۳ پروژو چارې بشپړې شوې. د دغو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د شپږمې ناحیې رییس عبدالخالق بدر وویل دغه پروژې د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو په موخه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او په بنسټیزه توګه پلې شوې دي.