د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳۰۰جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد وویل، وروستیو ورښتونو په مرکز پلعلم، خروار، برهکي برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولي دي. شاهد زیاته کړه، د ورښتونو له امله شاوخوا ۱۳سوه جریبه کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پياز، کچالو او هوږه کرل شوې وه، لهمنځه تللي دي. د نوموړي په وینا، اورښتونو له امله شاوخوا سل لوي او واړه څاروي هم تلف شوي تللي دي.