د غزني ښاروالۍ ادارې مسوولینو تېرکال د څه باندې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولېدو خبر ورکړی دی. د غزني ښاروال محمد نبي ویلي چې دغه اداره توانېدلې په ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت د کورونو او ساختمانونو د صفايي، د جایدادونو د کرایې، د اشتهاري لوحو او صنفي جوازونو او د دوو ثابتو او غیر ثابتو سرچینو له درکه ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۵ برابره زیاتوالی ښيي. هغه زیاته کړه، چې دغه ښاروالۍ په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو .نوموړي زیاته کړه، چې یادې ښاروالۍ په دې موده کې ۱۲ کوچنۍ او لویې پروژې پلي کړي، چې پکې د ښار دننه د سړکونو کانکرېټ، دوکانونو، محافظتي او احاطوي دیوالونو، سونا حمامونو او سوداګریزو مرکزونو جوړول شامل دي.