د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مې په پنځمې نېټې د خپل فرانسوي سیال ايمانويل ماکرون په بلنې پاریس ته په دوه ورځني سفر تللی دی.
دواړو خواوو د منځني ختيځ د وضعيت، بيولوژيکي تنوع، مصنوعي ځيرکتيا او کرنې په اړه څو ګډې اعلاميې خپرې کړي او اړوندو ادارو يې د اقتصاد، ماليې چارو، ايکولوژۍ، هوايي چارو، کرنې، فلمونو او کلتور په شمول څو برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.































