د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶نېټې په ماښام د پاريس په ماريګني تياتر کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په ګډه د دواړو هېوادونو د تصديو د خاوندانو د کمېټې د شپږمې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چين غواړي د فرانسې له فارمونو څخه د چين د خوړو ميز ته د رسيدو لپاره په ټول بهير کې د دواملرونکې همغږۍ ميکانيزم استفاده کړي، تر څو د فرانسې لا زيات ښه کيفيت لرونکي کرهنيز توليدات د چيني اوسيدونکو د خوړو ميزونو ته ورسېږي. چين پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۵م کال تر پايه پورې دغه هېواد ته د فرانسې په شمول د دوولسو هېوادونو خلکو ته له وېزې پرته ننوتلو اجازې تګلاره غوره کړي.