د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې په ماښام د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره يو ځای له خبريالانو سره وليدل.
شي جين پينګ دې ته په اشارې سره چې اوسنې نړۍ ارامه نه ده ويلي چې چين د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دايمي غړي او مسووليت منونکي هېواد په توګه غواړي له فرانسې سره يو ځای د پاريس د اولمپيک لوبو فرصت ونيسي او د دغو لوبو په موده کې ټولې نړۍ ته د اوربند غوښتنه وړاندې کړي.