د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې له غرمې وروسته د پاريس په يليسي ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د چين او فرانسې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د شپيتمې کليزې په وخت کې له فرانسې څخه د دريم ځل لپاره رسمي ليدنه کوي. هغه وويل: زه هيله لرم چې د فرانسې له ولسمشر سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د راتلونکو شپيتو کلونو نوې پاڼه خلاصه کړم او د نړۍ د سولې او ثبات او د انسانانو د پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړم.
دواړه خواوې بايد د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو په پيل کې اصلي هيله وساتي او پر خپلواکې تګلارې ټينګار وکړي، متقابل تفاهم وکړي، لرې لید وساتي او ګډې ګټې تر لاسه کړي. چين او فرانسه بايد د اوسنيو بې سارو نړيوالو بدلونونو په حال کې پر خپلواکې تګلارې ټينګار وکړي، د نوې سړې جګړې او د ډله یيز مقاومت مخه ونيسي، متقابل تفاهم پياوړی کړي او په ګډه د رنګا رنګې نړۍ د هوسا ګډ ژوند هڅونه وکړي، په ګډه د مساوات لرونکې او منظمې نړۍ د څو قطبيز کېدو پرمخبوزي او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي او د اقتصادي ځنځير د پري کولو او خنډونو جوړولو له کړنو سره په ګډ مخالفت وکړي.