د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې پرمهال له رسنیو سره د خپلو وروستیو لاسته راوړنو راپور د شریکولو پرمهال وویل چې په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا د پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي. د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ زیاته کړه، چې ازبکستان ته ۸۶.۹ میلیونه، تاجیکستان ته ۶۶.۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸ میلیونه او ایران ته ۳۷.۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي. د نوموړي په خبره تېر کال کې د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلې شوې دي.