د امریکا د ولسمشر ځانګړی سلاکار وایي چې سعودي مجبور دی له اسراییل سره اړیکې عادي کړي. د ټرمپ زوم او ځانګړی سلاکار جرد کوشنر زیاته کړې، د امریکا او اسراییل د روابطو عادي کېدل یو قطعي امر دی او باید پر ځای شي. کوشنر د اسراییل او اماراتو د اړیکو عادي کېدو ته په اشارې ویلي چې امریکا په دې لټه کې ده چې له اسراییل سره د مرستې لپاره له نورو هېوادونو سره هم د یاد هېواد اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي. نوموړي زیاته کړې، د امارات او اسراییل د اړیکو عادي کېدو طرحه به ډېر ژر د دواړو هېوادونو د استازو له لوري په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شي. هغه ویلي، یوازي امارات نه بلکې ځینې نور عرب هېوادونه هم غواړي له اسراییل سره ښې اړیکې ولري نو سعودي هم مجبور دی ورسره روابط عادي کړي.
































