د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ٥ کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت والي زین العابدین عابد د یادو پروژو د پرانیست په مراسمو کې وویل، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی چې نن د لغمان په ٥ ولسوالیو کې د ٥ چکډيمونو جوړولو چارې بشپړې شوې. په ورته وخت کې د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وویل، چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت ٥ چکډېمونه جوړ شوي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري.