د بدخشان سیمهییزو چارواکو ويلي؛ په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله پېنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. دا پېښه نن له غرمې مخکې د شهر بزرګ ولسوالۍ په برلاس سیمه کې رامنځته شوې ده. د بدخشان امنيه قومندانۍ وياند ويلي؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې سراچه ډوله موټر له سړک واوښت او سیند ته وغورځېده. په مړه شویو کې درې ښځې، یو نارینه او یو ماشوم شامل دي. د بدخشان امنيه قومندانۍ ويلي، چې د دغې پېښې مړي او ټپيان د سيمهييزو چارواکو لهخوا له سیند څخه را ايستل شوي او د شهر بزرګ کلينيک ته وړل شوي دي.