کډوالو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۶۳ زره او ۵۱۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په خبره، د یاد شمېر راستنو شویو افغانانو له ډلې ۲۸ زره کډوال په زور د ایراني دولت له لوري راشړل شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې ۴۱ زره او ۹۷۴ تنه د اسلام کلا او ۲۱ زره او ۵۴۵ نور هغه د نیمروز ولایت له لارې هېواد ته را دننه شوي دي. د یادونې ده چې ایران په وار وار افغان کډوالو ته د ژوند کولو او نورو اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده خو تر اوسه پورې یې یوه هم عملي کړې نه ده.
































