د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې له همکارو موسسو سره یې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. یاد وزارت ویلي، دغه هوکړه لیکونه چې هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو، د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه د ساتنې او بشري مرستو برخو کې له ۸ ملي او نړیوالو موسسو سره لاسلیک شوي، په عملي کېدو سره به یې په کابل، کاپیسا، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې دوه زره تنه هېوادوال برخمن شي. سرچینه زیاتوي، چې پر همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یاد وزارت له همکارو موسسو غوښتي، چې خپل فعالیتونه دې له وزارت سره په نږدې همکارۍ او د پالیسۍ او اصولو مطابق ترسره کړي.
































