د برازیل چارواکو ویلي چې په سوېلي ایالت ریو ګرانډې کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی او د ۱۳۱ نورو کسانو برخلیک معلوم نه دی. د مرستندويه ادارو د معلوماتو له مخې د سېلاب له امله ۱۵۵ زره نور کسان بې کوره شوي دي. ویل کیږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک په سړکونو ویده کیږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. په برازیل کې تېره اونۍ سخت بارانونه ورېدلي، چې د سیندونو د ډکېدو، د ښارونو د ډوبېدو او په ټول ښار کې د سړکونو او پلونو د ویجاړیدو لامل شول. د برازیل ولسمشر په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، تر هغو چې اوبه کمې نه شي، د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو اندازه نه شي معلومولی.