په بغلان کې ۲ زره مېرمنې د لاسي توکو د صنعت په برخه کې په کار بوختې دي او تولید کېدونکي توکي یې د بغلان سربېره د هېواد پلازمینې کابل او نورو ولایتونو کې پلور ته وړاندې کېږي. د بغلان مرکز پلخمري کې په باختر مارکېټ کې د میرمنو استازې شیرین محمد وايي، چې په دغه ولایت کې ۲ زره مېرمنې په خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، کلچو جوړولو، کېک پخولو، اشپزۍ، هوټل دارۍ او نورو برخو کې په کار بوختې دي چې محصولات یې د بغلان سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عزت میرحقاني وویل، چې په بغلان کې دوی هڅه کوي د لاسي توکو په صنعت بوختو ۲ زره مېرمنو ته د سرپرست حکومت د اصولو سره آسانتیاوې رامنځ ته کړي څو نور یې هم کار وده وکړي او د لاسي توکو صنعت په دغه ولایت کې پراخ شي.
































