د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ادارې د هیواد په ۷ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د یادې ادارې د مسوولینو، سبا د پنجشنبې په ورځ د هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو وي. دغه اداره وايي، په شمالي، شمال لویدیځو، لویدیځو، سوېل او سوېلي ولایتونو کې د توندو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.