د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې شاوخوا ۲۵ ټنه تاریخ تېر او بېکيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل. د یادې ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي وايي، چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عموي ریاست د ټیمونو د څارنې په بهیر کې، د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه شاوخوا ۲۵ ټنه خوارکي توکي چې بسکوېټ، چاکلېټ، نوشابې، شېدې او نور توکي په کې شامل دي؛ راټول شوي چې نن له منځه یوړل شول. د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس دغه راز له سوداګرو، تولیدي فابریکو او د وارداتي شرکتونو اتحادیې له مسئولینو څخه وغوښتل چې هېواد ته با کیفیته درمل او خواړه وارد کړي او د خپلې ټولنې د روغتیا په پام کې نیولو سره؛ هغه درمل او خواړه دې تولید او وارد نه کړي چې وخت یې کم پاتې وي.