د مزارشريف ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز اتمې، نهمې او لسمې ناحیې کې د درې سړکونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي. د مزار شریف ښاروال محمد کاظم طارق وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اتمې، نهمې او لسمې ناحیو کې د یونپس په مالي ملاتړ د ۶۷۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور سره د درې سړکونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. په ورته وخت کې د یونپس موسسې مسوول باز محمد يارمل، د مزارشريف ښاروال څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د یادې ښاروالۍ دوامداره همکارۍ د دې لامل شوې چې پروژې په ښه ډول سره تطبیق شي.