د پروان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس امان الله وايي، چې په دغه ولایت کې د یو. ان. اچ. سي. آر په مالي ملاتړ د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پلې شوي چې په کې د یوه ښوونځي او د بګرام ولسوالۍ د رباط کلي د شورا لپاره د ودانیو او ۵ شنو خونو جوړول شامل دي.