د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په شيګل ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د ۳ شبکو جوړېدو خبر ورکړی دی. د آی.اېم.سي موسسې مسوول انجنیر عبدالقادر روښان وويل، چې یادې شبکې د دغه موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۸ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شيګل ولسوالۍ په څاګي توحید اباد، شنګرشاه او موڼي کليو کې جوړې شوي، چې په کې د ۳ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۳ زېرمو جوړول، ۱۰۰ نل لیکو نښلول او ۱۱ کيلو مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي، چې پرمټ يې ۹۵۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.