د افغانستان د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې یې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې د وجود ټول دردونه هېر کړي وو. راشد خان زیاته کړې، چې په نړیوال جام کې پاکستان ته تر ماتې وروسته یې ټوله شپه په لاره، هوټل او خپل اوسېدو ځای کې نڅا کړې او دغه خوشحالي یې نمانځلې ده. خو له یادې تاریخي ماتې وروسته د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم وویل، “هغه ماتې زما لپاره ډېره سخته وه، په هغه شپه مې له ډيره خپګانه هېڅ خوب ونکړ.