د راپورونو له مخې پاکستاني حکومت په ښوونځیو کې د میلیونونو ماشومانو د شاملولو لپاره پرون چهارشنبې بېړنی حالت اعلان کړ. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې ویلي، چې حکومت یې ښوونځيو ته د ماشومانو د بیرته ستنولو له سختې ستونزې سره د مبارزې لپاره رسماً بېړنی حالت اعلانوي. دغه اعلان حکومت ته د دې امکان ورکوي چې دغه ستونزې ته د اجندا په سرکې لومړیتوب ورکړي، بودیجه او نورې سرچینې ورته برابرې کړي. پر اټومي وسلو سمبال پاکستان چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، د لسیزو جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، بې وزلۍ او په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې راغلی دی.