د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي، چې میلیونونه افغانان د سره صلیب نړیوالې کمېټې بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال دا خبرې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال خوځښت ورځې په مناسبت غونډه کې کړې دي. نوموړي وایي، په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانو له فعالیتونو او خدمت څخه مننه کوي. نوموړی زیاتوي د سرپرست حکومت په راتګ سره که څه هم د جګړې ټغر ټول شوی او سرتاسري امنیت تامین دی؛ خو لا هم په میلونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. سیاسي مرستیال دغه راز ویلي، چې په تېرو څه کم درېیو کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې اساسي پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي.