د بامیانو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول په دغه ولایت کې ۲۹ زره او ۸۰۰ نوې برېښنايي او ۲۲ زره او۹۶۱ نورې کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د یاد ولایت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي. د مسوولینو په خبره، د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې ۳ زره او ۱۴۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۶ زره او ۳۶۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۵ زره او ۹۶۱ زېږون کارتونه او ۴۰۱ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.