له هنګري څخه د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د ليدنې په درشل کې د چين د ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوی((د شي جين پينګ د خوښۍ وړ کلاسيکي کيسې)) د پروګرام د نړيوالې بڼې د خپرولو مراسم پر ځایي وخت د مې په اتمې نېټې په بوډاپيس کې تر سره شول. د هنګري پخواني ولسمشر شميټ او پخواني لومړي وزير ماجهي د دې پروګرام د خپرولو په پار ټولو ته مبارکي وويله.
د معلوماتو له مخې ياد پروګرام له همدې ورځې څخه د هنګري د دولتي تلویزيون په شمول په عمده رسنیو کې خپريږي.