د چين او هنګري ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت د ۷۵ مې کليزې په وياړ ((د چين او هنګري د دوستۍ نوی راتلونکی)) په عنوان کلتوري فعاليت د مې په ۸مې نېټې د هنګري په پلازمېنې بوداپست کې ترسره شو.
دغه فعاليت د چين ميډيا ګروپ او د هنګري د رسنيو خدمتونو او ملاتړ صندوق له لوري هنګري ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې ترسره شوی دی.
د دغه فعاليت پر مهال په هنګري کې د چيني مستند فلم ((د چين فرصتونه)) د خپرېدو، د دواړو هېوادونو د رسنيو په ګډې همکارۍ د نورو مستندو فلمونو د شوټينګ پروژې او د چين ميډيا ګروپ او د هنګري ليسټ موسيقۍ پوهنتون ترمنځ د همکاريو د پيل اعلان شوی دی .
د هنګري پخواني ولسمشر شميټ په دغه فعاليت کې ګډون او وينا کړې او د دغه هېواد پخواني لومړي وزير ماجهي ورته ويډيويي وينا کړې ده.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته د وينا په ترڅ کې هنګري د چين ښه دوست هېواد ياد کړی او ويلي يې دي، چين ميډيا ګروپ به د چين او هنګري د خلکو ترمنځ د پېژندنې او دوستۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.