د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د زرغونو سیمو او تفریحي ځایونو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند په ناصر خسرو پارک کې د مرسل ۱۵۰۰ زینتي ګلان کېنول شوي دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دې پارک کې د ګلانو سربېره، زرګونه ډول ډول نیالګي هم کېنول شوي چې، په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه هم وشي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د زرغونتیا ریاست په هڅو د دې پارک ونو او چمن ښه وده کړې او په راتلونکې کې به یې زرغونې سیمې لا پراختیا ومومي.