د میدان وردګو ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادې فرعي سیندیزې حوزې رئیس رسنیو ته ویلي، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۳ میلیونه او ۳۰۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په لوړوالي سره د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې یاد چکډېم به د زرګونه متره مکعب اوبو ذېرمه کولو وړتیا ولري. د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چکډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پاملرنه زیاته شوې ده.