د هواپېژندنې ادارې سبا او بل سبا (جمعه، شنبې) د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د تالندې، ورښت او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د یادې دارې د خبر پاڼې له مخې سبا او بل سباد سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنگان، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوگر، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو پورې وي. دې ادارې همداراز په شمالي، شمال لوېدیځو، مرکزي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د نستباً چټکو بادونو اټکل هم کړی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې د سرعت کچه په یو ساعت کې له ۳۰ تر ۷۰ کیلیو مترو پورې وي.