د سټنډرډ ملي ادراې مسوولینو یو ځل بیا هېواد ته د څه باندې ۳۸ ټنه بېکیفیته ګاز د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی. د سټنډرډ ملي ادراې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چئ د حیرتان بندر له لارې ۳۸ ټنه ګاز چې کیفیت یې د سټنډرډونو سره په ټکر کې و، هېواد ته یې د راتللو مخه نیول شوې ده. د خبر پاڼې له مخې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.