په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی یوازې د معلوماتو په خپرولو کې محدودیت راغلی او د جګړې جغرافیه بدله شوې ده. افغانستان انلایز وېبپاڼې په یوه اوږده تحلیلي مقاله کې په افغانستان کې د جګړې او ملکي مرګ ژوبلې په اړه معلومات خپاره کړي دي. دغه وېبپاڼه لیکي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په لاسلیک سره په افغانستان کې د جګړې په کچه کې کموالی نه دی راغلی او نه هم ملکي مرګ ژوبله د پام وړ کمه شوې ده. د سرچینې په خبره د ۲۰۱۹ز کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ۳۸۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ۲۰۲۰ز کال د همدې مودې مرګ ژوبله بیا ۳۴۵۸ ده. سرچینه کاږي له ارقامو ښکاري چې په تاوتریخوالي کې هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی. په مطلب کې راځي اوس فرق یوازې دا دی چې ناټو او امریکایي چارواکي د جګړې معلومات نه خپروي او همدا راز طالبانو او نورو ډلو هم د جګړې سیمې بدلې کړې دي. ددې تر څنګ په دغه مقاله کې راځي چې د سولې هوکړه د افغانستان لپاره تر دې دمه بې ګټې وه او څومره چې ولس هیلې لرلې هومره اغېزناکه تمامه نه شوه.
































