په هېواد کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی دی. دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې چې د افغانستان مهم کرنیز محصول دی، د زیاتوالي هیلې را ټوکولې دي. که څه هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د هغو ځمکو کچه نهده ښودلې چې غنم پرې کرل شوي، خو وايي، سږ کال د ډېرو ورښتونو او د پام وړ للمي کښتونو ته د اوبو رسېدلو له امله به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالى راشي. په همدې حال کې کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لري. بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی دی. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې پرون خپره شوه، یاده پروسه په ننګرهار ولايت کې پيل شوې او په ټول هېواد کې به پلې شي. د مسوولینو په خبره، د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کيفيت معلومول دي.
































