د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ملي ګارد ۲۰۰ غړي چې اوږده موده یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی و تېره ورځ امریکا ته رسېدلي دي. امریکايي چارواکو ددوی د ښه راغلاست په مراسمو کې ددوی ستاینه کړې ده او په خبره یې دغه سرتېرو پوره خطرناک ماموریت ترسره کړی دی. دغه سرتېري داسې مهال له افغانستان وځي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر باید راکم کړل شي او دغه هېواد به په یوه کال کې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستان وباسي.
































