زابل کې د یو پخواني ماین د چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پېښه تېر ماښام د زابل د ښار صفا ولسوالۍ د ارهډ مانده سیمه کې رامنځته شوې چې پکې یو اته کلن ماشوم وژل شوی او پنځه نور سخت ژوبل دي. د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، ماین هغه مهال چاودنه کړې چې ماشومانو ورسره لوبې کولې.
































