امریکن کانورسیشن نشریه وایي ټرمپ غوښتل چې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختمه کړي خو تر دې دمه داسې ښکاري چې په دې برخه کې نه دی بریالی شوی. د سرچینې په خبره د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال نه یوازې دا چې افغان حکومت پیاوړی نه شو، د ملکي افغانانو مرګ ژوبله راکمه نه شوه، بلکې بر عکس جګړې شدیدې شوې، ملکي مرګ ژوبله ډېره شوه او امریکا افغان حکومت مجبوره کړ چې ددوی پالیسۍ ومني او په دې توګه یې طالبانو ته امتیازات ورکړل. په مطلب کې دغه راز راځي چې د سرتېرو د ایستلو په اړه هم د ټرمپ د حکومت پرېکړه نهايي نه ده، ښایي دلته سرتېري ډېر کړي، ښایي ایستل یې وځنډېږي او ددې امکان هم شته چې امریکايي چارواکي ټرمپ د سرتېرو د ایستلو له تصمیم را وګرځوي.
































