د هېواد په یوه شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د رسېدنې لړۍ په دوام د لوړو زدهکړو د سرپرست وزیر په لارښوونه د کابل طبي پوهنتون او میوند روغتون د روغتیا پالانو یوه ګډ ټیم د مرستې په موخه بغلان ولایت ته تللی دی. له دې وړاندې یوه ۳۰کسیز روغتیایي ټیم له پروان ولایت څخه هم د مرستو رسولو په موخه بغلان ته استول شوی و. پرون د بغلان په برکه، نهرین او مرکزي بغلان ولسوالیو کې سېلابونو څه د پاسه ۵۰ کسان مړه کړي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
































