د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، چې د بهرنیو چارو او ټولګټو چارو سرپرست وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله د کابل- جلال اباد له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه. اقتصادي مرستیال د کابل – جلال اباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه یاد کړ، چې په ورځني ډول په سلګونو بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک جوړېدل به ټرافیکي پېښې هم راکمې کړي. نوموړي ویلي، د کابل – جلال لویې لارې د دویم لین سړک د پروژې د عملي چارو پیل یي له لومړیتوبونو څخه دی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي. د یادونې ده، چې د کابل – جلال اباد پر لومړي لین د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځیني وختونه د غر ښوېدنې له کبله ټرافیکې پيښې رامنځته کېږي.
































