د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۶۹ کډوالې کورنۍ په جبر هېواد ته راستنې شوې. د کډوالو چارو وزارت د سیمه ییزو مسوولینو د راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۷۰، د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نیمروز له لارې ۵۷ او د هرات اسلام کلا له لارې ۹۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد وزارت ویلي، د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې ۶۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او په پاتې نورو یې مرستې وېشل شوې دي.
































