د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتو چک ډېمونو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. د اوبو او انرژۍ وزیر سرپرست وزیر د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال ویلي، په خوست کې ټولټال ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوي، چې له ډلې یې د اتو هغو کارونه بشپړ شول. نوموړي زیاته کړې، د یادو پروژو له ډلې د دوو پروژو عملي چارې روانې دي او درې نورې ډیزاین شوي او تړون ته چمتو دي. د یادونې ده، دغه پروژې د سېلابونو د خطر کمولو، د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا او د باران د اوبو زېرمه کولو په موخه پلې شوې، چې د څه باندې ۵۳ زره متر مکعب اوبو د زېرمې ترڅنګ نږدې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه په کې برابره شوې.
































