چين د مې د ۱۲مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۴۳ دقيقو، د جيو چوان د سپوږمکۍ توغونکی مرکز څخه د سي زيډ -۴ سي (CZ-4C) بار وړونکي راکټ په وسيله ۲۳مه ازمايښتي سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.
د مالوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې او د توغولو دنده يې په بريالۍ توګه بشپړه شوې ده.

دغه سپوږمکۍ به د فضا چاپيريال د څېړنې په توګه کارول کېږي.
دا د چين د سي زيډ(CZ) مسلسلو بار وړونکو راکټونو ۵۲۲مه دنده ده.
































