د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی انډریکا راټواټ د وروستیو سېلابونو وروسته؛ د افغانانو په بېړني ملاتړ ټینګار کړی دی. هغه پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی. راټواټ زیاته کړې، اقلیمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې لهمنځه وړي او د اقلیمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی. په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د راټولولو غوښتنه او غږ کړی. دې سازمان تېره شپه ناوخته یوه اعلامیه کې له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.
































