د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نوري فایبر د کېبل غځولو پروژه پيل شوه. د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس وايي، چې په دې پروژه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره او هم به یې په بشپړېدو سره ولسونه له انټرنیټي خدماتو برخمن شي. د مسوولینو په وینا د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نوري فایبر سیستم تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړېږي.
































