د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير په کابل کې د چين له سفير غوښتي، چې د بدخشان د واخان له لارې دواړه هېوادونه په نوري فايبر سره وصل کړي. نوموړي ويلي، د دې پلان عملي کېدو سره به چین د اوږدو لارو پر ځای په لنډه لار له ځینې اسيايي هېوادونو سره هم وصل شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې سرپرست وزیر د اسیايي هېوادونو سره د نوري فايبر له لاري د چين د نښلولو لپاره همدا لاره تر ټولو اسانه بللې. په دې لیدنه کې په کابل کې د چين سفير جاو شینګ په دې برخه کې لېواتيا ښودلې او زياته کړې یې ده، دوی لېواله دي، چې د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او د دې برخې ماهرینو سره خبرې وکړي.
































