د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش افغانستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګژوبلې سخت خواشینی دی. له بلېخوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د دوی همکار سازمانونه له سرپرست حکومت سره سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.
































