د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال بغلان ته د سفر په ترڅ کې له ځايي سیمه ییزو مسوولینو سره کتلي. د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي مرستیال په دغه سفر کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمهییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو ته لازمې لارښوونې کړې دي. بغلان ته له رسېدو سره سم طبیعي پېښو ته د رسېدو دعالي کمېسیون د مرستو، ژغورنې، روغتیا او ټپیانو درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو برابرولو کمیټو په خپلو برخو کې فعالیت پیل کړی دی.
































