په ننګرهار کې سلګونو کسانو د پاکستان د وروستیو غیر قانوني کړنو پر وړاندې لاریون وکړ او د حکومت پر چوپتیا یې هم نیوکه وکړه. په د ننګرهار سلګونه کې کسان په یوه لاریون کې راټول شوي وو او پر فرضي کرښه یې د پاکستان تاسیسات او اقدامات وغندل. دوی همدا راز وویل چې که حکومت معامله کړې وې، ولسونه یې غندي او پر وړاندې یې درېږي. دوی پر حکومت غږ کوي چې چوپتیا دې نه غوره کوي او له دې ملي داعیې دې دفاع وکړي.
پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښې د نظامي تاسیساتو او اغزن سیم د تېرولو کار پیل کړی دی. په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د دغه اغزن سیم د غځولو د کار ستره برخه بشپړه شوې او په پاتې برخو کې هم د اغزن سیم د غځولو چارې روانې دي. پاکستان نه یوازې دا چې پر یوه فرضي کرښه د رسمي کرښې په څېر اقدامات کوي، بلکې تر څنګ یې له دې فرضي کرښې هم را اوښتي او افغان خاوره یې لاندې کړې ده. په کونړ کې یې ګڼې ولسوالۍ او کلي په دوو برخو وېشلي دي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
اوس تازه په ننګرهار کې د پاکستان د دغه ډول ظالمانه کړنو او حکومت د چوپتیا په اړه لاریون شوی دی. سلګونه کسانو په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه او دوی په افغانستان او سیمه کې د پاکستان کړنې غندلې. دوی پاکستان د ترهګرو ملاتړی باله او په خبره یې، د افغانستان د څلوېښت کلن ناورین ټولې جرړې په پاکستان کې دي او باید د دغه هېواد پر وړاندې اقدام وشي.
لاریون کوونکي وایي ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده چې د لر او بر افغان ته د منلو نه ده او ټول یې په یوه خوله د له منځه وړلو او ختمولو غوښتنه کوي. ولسونه وايي، لومړی حکومت ته ګوري او که حکومت د پاکستاني حکومت پر وړاندې کوم کار و نه کړ، نو اړ دي چې لاس په کار شي او د خپلې خاورې ساتنه وکړي. د ننګرهار یو اوسېدونکی او د لاریون ګډونوال فضل امین وایي، پاکستان دې په دې پوه شي چې دغه اغزن سیم به ولس ټولوي او له منځه به یې وړي. د ده په خبره: ((خپل ولس ته دا پیغام ورکوم، چې د لوی افغانستان پر نقشه غور وکړي. پاکستان به د نړۍ له مخې ورکېږي. دولتونه به د دې مسئلې غم کوي کنه، خو ولسونه به د پاکستان د اغزن سیم او غیر قانوني اقداماتو پر وړاندې درېږي)).
د ننګرهار اوسېدونکي همدا راز وایي چې د خپل حق د غوښتلو لپاره هر دول سرښندنې ته تیار دي. یوه بل لاریونوال وویل: ((اوس به زموږ وسه نه وي، خو له خپل حق دفاع کوو. اوس اغزن سیم دی، خو که فولادي دیوال هم جوړ کړي نړول کېږي. اوس حکومت ته په تمه يو، خو که یې کوم کار و نه کړ، نو ارو مرو به ولسونه راټول شي او پخپله به لاس په کار شي)).
دوی پر حکومت هم نیوکه کوي چې چوپتیا یې د اندېښنې وړ ده. د لاریون یو تنظیموونکی وایي، حکومت چې څومره چوپتیا غوره کوي دا اندېښنې ډېروي چې ګواکي پر کرښه معامله شوې ده. د ده په خبره: ((دولت په دې اړه چې څومره ناغیړي کوي، څومره ځان ناخبره ښيي، دا مسئله داسې نه ده، موږ یې هره معامله غندو، موږ لاریونونه کوو چې حکومت رابېدار شي، خو که و نه شوه پخپله لاس په کار کېږو)).
د ننګرهار اوسېدونکي د پاکستان د وروستیو تحرکاتو او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو او تاسیساتو جوړېدو په اړه داسې مهال غبرګون ښيي چې ویل کیږي د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غځولو او تاسیساتو جوړولو کار مخ پر خلاصېدو دی، خو حکومت تر اوسه په دې تړاو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
































