د هرات ښاروالۍ په دغه ولایت کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د حل په موخه ۲۸ هوايي پلونه جوړوي. د هرات د ښاروالۍ ویاند ناصر امل ویلي، چې یاد پلونه د ښاروالۍ له لوري د دغه ولایت د خصوصي سکټور په مالي مرسته جوړېږي. نوموړي ویلي، د هوايي پلونو ځایونه ټاکل شوي، په هغو سیمو کې جوړېږي چې ګڼه ګوڼه زیاته وي. د ښاروالۍ مسوولینو له خلکو غوښتي، هر هغه څه چې ښاروالۍ ورته جوړي له هغې څخه ساتنه وکړي.
































